چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیه غواړي دا ځل د افریقا په لویه وچه کې د امریکا ګټې خوندي کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیه غواړي دا ځل د افریقا په لویه وچه کې د امریکا ګټې خوندي کړي

 

خبر:

د مالي په پلازمېنه باماکو کې په سلګونو ښاریانو لاریون وکړ او له دغه هېواد څخه یې د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله. لاریون کوونکي د افریقا برج ته نژدې چې د باماکو د سیمې یو سېمبول یا تاریخي ځای دی، را ټول شوي وو او د هغه فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتنه یې کوله، چې له ۲۰۱۴م، کال راهیسې په مالي کې د بارکخاني عملیاتو په نامه د یوې برخې په توګه ځای پرځای شوي وو. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ هغه وخت اړیکې خرابې شوې، چې د روسیې شخصي پوځي کمپنۍ واګنر (PMC) ادعا وکړه، چې په مالي کې به خپل پوځیان ځای پرځای کړي، په دې سره د چارواکو له سختو څرګندونو له امله حالت نور هم کړکېچن شو. فرانسې د جنوري په ۱۲مه، مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د مالي پر وړاندې د بندیزونو د پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه، خو دغه سند د روسیې او چین د مخالفت له امله پټ وساتل شو.

تبصره:

په مالي کې د فرانسې پوځي عملیات په حقیقت کې د هغو عملیاتو دوام دی، چې په ۲۰۱۳م، کې په خپلو پخوانیو مستعمرو کې د سیاسي حالت د بدلون له امله پیل شوي وو. یوازینی توپیر یې دا دی چې د دغه عملیاتو څپه ګاونډیو هېوادونو لکه موریتانیا، بورکینا فاسو، ناجر او چاد ته وغځېده.

د ۱۹پېړی له پای ته رسېدو او د مسلمانانو له لسیزو سخت مقاومت وروسته اوسنی مالي د لویدځې افریقا د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د فرانسې له خوا استعمار شو. د شلمې پېړۍ په شپېتمه لسیزه کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د استعماري پالیسۍ د یوې برخې په توګه یې د ۱۹۴۱م، د اتلانتیک د پلي شوي منشور مطابق سیاسي آزادي واخیسته. د دغه منشور مطابق اروپایانو له امریکا سره ژمنه وکړه، چې د دویمې نړیوالې جګړې د ملاتړ په بدل کې امریکا ته په خپلو مستعمرو کې د استثمار او لوټولو لپاره مساوي لاس‌رسۍ ولري.

مالي د رسمي خپلواکۍ له ترلاسه کولو سره، له فرانسوي استعماري ټولنې سره اړیکې پرېکړې. د ۱۹۶۸ کال له پوځي کودتا وروسته فرانسې وکوالای شول، چې یو ځل بیا د لویديځې افریقا هېوادونه د اقتصادي مرستو په چوکاټ کې مالي بېرته تر خپل نفوذ لاندې راولي او د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي. په ورته وخت کې امریکا په سیمه کې د واکمنۍ لپاره اقتصادي، سیاسي، او قومي مسایلو ته لمن وهله.

په ۲۰۱۲م، کې د مالي په شمال کې اوسېدونکو طوارقو د هغو وسلو په نیولو سره چې ویل کېدل په لیبیا کې شوریشیانو ته رسېږي، د ځینو جهادي ډلو په ملاتړ شورش وکړ او د ازواد په نوم یې د خپلواکه دولت د جوړولو اعلان وکړ.

پوځ پر ولسمشر تور پورې کړ چې د پاڅون په ماتولو کې پاتې راغلی او د کودتاه مخه یې ونشوای نیولای. په داسې حال کې چې فرانسې د خپلو اتباعو او هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او له اسلامپالو څخه د ازادولو په پلمه مالي ته خپل پوځي ځواکونه ولېږل.

د مالي د واکمن پوځ جنتا او د روسیې شخصي پوځي کمپنۍ واګنر (PMC)  تر منځ تړون د دې معنا لري، چې د فرانسوي پوځ پر ځای د روسيې اجیر ځواکونه ځای پرځای کړي. سره له دې چې مسکو له وانګر (PMC)  سره خپلې اړیکې ردوي، خو د سوريې او لېبیا واقعیتونو ته په کتو سره، روسیې له امریکا سره موافقه کړې، چې په مالي کې د لېبیا او سوریې په څېر ګټې خوندي کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: ابو ابراهیم بلال

په اوکراین کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: محمد هارون رؤفي

Last modified onدوشنبه, 07 مارچ 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې